د آفيشل سيکرېټ ايکټ لاندې جوړې شوې خاص عدالت د غدارۍ کيس کښې اسد عمر ته عبوري ضمانت منظور کړې دې۔

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي پخواني جنرل سيکرټري اسد عمر د سيفر په کيس کښې د عبوري ضمانت لپاره د آفيشل سيکرټري ايکټ عدالت ته رجوع کړې ده۔
اسد عمر د اسلام آباد په آفیشل سیکریټ ایکټ عدالت کښې د ګرفتارۍ خلاف د ضمانت درخواست جمع کړے دے.
اسد عمر په درخواست کې دريځ خپل کړى چې دده په ضد دسيفر کېس په سياسي بنيادونو جوړ شوى، دسيفر کېس د هغه د ځورولو او بليک ميل کولو په مقصد جوړ شوى دى. په درخواست کې استدعا شوې چې د اسد عمر خلاف د سائفر مقدمه بې اساسه ده، مقدمه کې شقونه غلط دي، اسد عمر تحقیقاتو ته تیار دی نو د ضمانت درخواست دې منظور کړل شي.
د سیفر کیس کښې د آفیشل سیکریټ ایکټ عدالت د یو لاک روپو په ضمانت د اسد عمر د اګست تر ۲۹مې پورې ضمانت منظور کړې دې.
ياده دي وي چي ايف آئي اے په تيرو څو ورځو کښي د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي په اسلام آباد کښي د هغه د کور نه نيولي وو او تيره ورځ د پي ټي آئي د پخواني سيکرټري جنرل اسد عمر د نيولو خبر هم مخې ته راغلي وو۔
تيره ورځ عدالت د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود په جسماني ريمانډ ايف آئي اے ته حواله کړے دے۔





