د فساد ضد ټیم د پنجاب پولیس سره په ګډه د زرتاج ګل په کور چاپه وهلې.

0
156

باغي ټي وي رپورټ

د فساد ضد او د پنجاب پوليسو په ډېره غازي خان کې د پي ټي ايي د مشرې او پخوانۍ وزيرې زرتاج ګل په کور چاپه وهلې ده.

له فساد سره د مبارزې چارواکي وايي، چې د زرتاج ګل په کور کې د تلاشۍ پر مهال زرتاج ګل شتون نه درلود.

چارواکي وايي، زرتاج ګل وزیر په پرمختیايي پروژو کې د کمېشن په اخیستو تورنه ده، چې په دوسیو کې یې همکاري نه ده کړې.

له فساد سره د مبارزې چارواکي وايي، زرتاج ګل د فساد او اختلاس په قضیه کې مطلوبه ده.

Leave a reply