د پي ټي ائي پخواني مشر اسد عمر د سيفر په مقدمه کې د خپل نيول کېدو خبرونه رد کړي دي.

0
212

باغي ټي وي رپورټ

په اسلام اباد کې د جيو نيوز له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې اسد عمر وويل زما د نيولو په اړه غلط خبرونه خپاره شوي وو، زه د ايف اى اې لخوا نه دى نيول شوى.

هغه وويل چې زه د سيفر په قضيه کې عدالت ته راغلى يم او په دې مقدمه کې يې د نيولو نه وړاندې ضمانت جمع کړى دى، د سيفر په مقدمه کې دوه ځله په پلټنو کې شامل شوى يم.

پخواني وزیر وویل د سیفر قضیه به پاک ثابت شي.

ياده دي وي چي ايف آئي اے په تيرو څو ورځو کښي د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي په اسلام آباد کښي د هغه د کور نه نيولي وو او تيره ورځ د پي ټي آئي د پخواني سيکرټري جنرل اسد عمر د نيولو خبر هم مخې ته راغلي وو۔

Leave a reply