پخواني وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې د مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف سره ليدلي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه په لندن کې ايون فيلډ کې د نواز شريف اؤ شهباز شريف ترمينځ ليدنه دوه نيم ساعته روانه وه، په دغه ليدنه کې په سياسي صورتحال اؤ عامو انتخاباتو په تفصيل سره خبرې اترې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د نواز شریف د بېرته ستنېدو پر مسلو هم خبرې وشوې.
د سرچينو له مخې په دغه ليدنه کې سلمان شهباز اؤ حسن نواز هم موجود وؤ.
له دې وړاندې په لندن کې ميډيا سره خبرو کې پخواني وزيراعظم شهباز شريف وويل دپاکستان دصدر دبيان په اړه دې پلټنې وشي.
شهباز شريف وويل چې شيدې بايد شيدې او اوبه اوبه شي، د شفافې پلټنو په نتيجه کې به صدر هم هغه بل لاسليک کوي چې هغه چک کوي، د صدر په معامله کې د خولې خبره نشته.






