افغان پوځ: پاکستان دې په خپله خاوره کې د خپلو دښمنانو لټون وکړي

0
81

د پاکستان هغه تورونه چې ترهګر له افغانستانه دغه هېواد ته ننوتي او بريدونه کوي، بې بنسټه دي. هغه زیاته کړه: که «ترهګر» د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خاورې ته ننوځي، د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکي به دواړو خواو ته موجود وي او د هغوی تګ راتګ به څاري او د پولې په اوږدو کې به نښتې رامنځ ته شي.

د افغان پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې دننه “مداخله او برید” وکړي.

(2023 / 8 / 21    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغان پوځ د ګډو ځواکونو لوى درستيز فصيح الدين فطرت وويل: اسلام اباد بايد خپل دښمنان په خپله خاوره کې وڅېړي، نه په افغانستان کې.

د پاکستان هغه تورونه چې ترهګر له افغانستانه دغه هېواد ته ننوتي او بريدونه کوي، بې بنسټه دي. هغه زیاته کړه: که «ترهګر» د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خاورې ته ننوځي، د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکي به دواړو خواو ته موجود وي او د هغوی تګ راتګ به څاري او د پولې په اوږدو کې به نښتې رامنځ ته شي.

د افغان پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې دننه “مداخله او برید” وکړي.

اړوند موضوعات:

د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

نوموړی دا څرګندونې داسې محال کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی ؤ چې که اړ شي افغانستان کې به دننه د ټی ټي پي پر وړاندې عملیات وکړي.

Leave a reply