ملګرو ملتونو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ۳۰ بشري کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ

0
78

نوموړي د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ډېری قربانیان واکسیناتوران او ماین پاکوونکي وو.

د هغه په ​​وينا، بشري کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له پرله پسې خطرونو سره مخ دي او دا د منلو وړ نه ده. ډینیل اندریس زیاته کړه چې د بشردوستانه کارمندانو پرته به ملیونونه خلک حیاتي اړتیاو ته لاسرسی ونلري.

هغه زیاته کړه چې نن په افغانستان کې بشري اړتیاوې خپلې لوړې کچې ته رسیدلي او ۲۹ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

(2023 / 8 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډینیل اندریس وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي دي.

نوموړي د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ډېری قربانیان واکسیناتوران او ماین پاکوونکي وو.

د هغه په ​​وينا، بشري کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له پرله پسې خطرونو سره مخ دي او دا د منلو وړ نه ده. ډینیل اندریس زیاته کړه چې د بشردوستانه کارمندانو پرته به ملیونونه خلک حیاتي اړتیاو ته لاسرسی ونلري.

اړوند موضوعات:

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس د سینګاپور د سرې میاشتې له جنرال سکرتر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.

Leave a reply