عبدالهادی ارغندیوال د مقاومت جبهه کې خپل ګډون رد کړ
عبدالهادی ارغندیوال د مقاومت جبهه کې خپل ګډون رد کړ
د نوموړي په خبره، په ټولنیزو رسنیو کې یو لېست خپور شوی، چې د عبدالهادي ارغندیوال په ګډون د حزب اسلامي مرستیال انجنیر محمد خان رحماني نومونه هم پکې راغلي چې ګواکې د مقاومت په نوم د کومې جنګي جبهې د جوړولو په لټه کې دي.
(2021 / 10 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د حزب اسلامي افغانستان مشر عبدالهادي ارغندیوال وايي ځینې بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې یو ځل بیا پر افغانانو جګړه وتپي.
د نوموړي په خبره، په ټولنیزو رسنیو کې یو لېست خپور شوی، چې د عبدالهادي ارغندیوال په ګډون د حزب اسلامي مرستیال انجنیر محمد خان رحماني نومونه هم پکې راغلي چې ګواکې د مقاومت په نوم د کومې جنګي جبهې د جوړولو په لټه کې دي.
ارغندیوال وايي چې دوی به په هېڅ داسې توطیه کې ګډون ونه کړي چې د اسلام، اسلامي نظام او مظلومو افغانانو پرخلاف وي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم پۀ دغۀ مقاومت توندې نیوکې کړې وې او ویلي ئې ؤ چې دوی د افغانستان د وراني پۀ خاطر مصلحتونه کوي.