د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې وضعیت کړکېچن
د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی
دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د روغتیايي بودیجې کمښت به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره ناوړه پایلې ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل: “په افغانستان کې وضعیت خراب دی او د روغتیایی کارمندانو او تاسیساتو ملاتړ لپاره د سرچینو او تمویل نشتوالی د بې شمیره خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. “ښځې او ماشومان تر ټولو ډیر ځوریږي.”
(2023 / 8 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا د افغانستان د روغتیایی سیستم لپاره د بودیجې د کمښت او په دغه هېواد کې د ورستیو بشری ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.
نن ورځ، د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پانګونې د زیاتولو پر مهم اهمیت ټینګار کوي، په ځانګړې توګه په محرومو سیمو کې چیرې چې روغتیایی زیربناوې خورا کمې سرچینې او زیانمنې دي.
دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د روغتیايي بودیجې کمښت به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره ناوړه پایلې ولري.
اړوند موضوعات:
بې پولې ډاګټرانو ویلي، د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري