پخواني وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي که نوازشريف په ټولټاکنو کې ميډيټ ترلاسه کړو نو هغه به وزيراعظم وي.

باغی ټي وي رپورټ
له جيو نيوز سره په ځانگړو خبرو کې پخواني وزيراعظم شهباز شريف وويل انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کيږي او که ميډيټ ورکړل شي نو نواز شريف به وزيراعظم شي، نواز شريف زما مشر دى او زه د هغه مزدور يم.
هغه وويل په سياست کې بايد دمسئلې دحل کولو لپاره په ضد نه بلکې دخبرو اترو هڅه وشي، دوزيراعظم په توگه تر ټولو لويه لاسته راوړنه د هيواد دبې ثباتۍ څخه ژغورل دي.
شهبازشريف وئيلي دي چې شپاړس مياشتې مې شپه او ورځ کار وکړ چې دعوام دخدمت دپاره څه وکړم، کله چې ما دفجر لمونځ ختم کړو نو د ائي ايم ايف د ايم ډي څخه زنګ راغی او زنګ راغی چې پاکستان سره معاهده بحال شوې ده. زما لپاره ترټولو لویه خوښي وه.
پخواني وزيراعظم زياته کړه چې په انتخاباتو کښې يووالي د مختلفو سياسي ګوندونو نه ممکنه ده، زما په ضد سياسي مقدمې درج شوې، ما هر څه برداشت کړل، زما لور او خور مې عدالتونو او جيلونو ته بوتلل د زغم وړ نه وو.
ده ووئيل چې د وزيراعظم هاؤس ټول مصارف د خپل جيب نه ادا كوي۔
د يوې پوښتنې په ځواب کې شهباز شريف وويل چې په خوراک کې دال روټۍ خوښوم او په پخولو نه پوهيږم، زه د لامبو وهلو شوق لرم او ډاکټرانو هم ورته سپارښتنه کړې ده.






