د سرحدونو وزیر د ننګرهار قومي مشرانو ته په وینا کې ویلي چې په دې هیواد کې مېشت هر قوم زموږ د بدن د اعضاوو حیثیت لري.

د سرحدونو وزیر د ننګرهار قومي مشرانو ته په وینا کې ویلي چې په دې هیواد کې مېشت هر قوم زموږ د بدن د اعضاوو حیثیت لري.
17 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ننګرهار ولایت کې د کوچیانو د ملاخیلو، خدرخېلو او نورو قومونو مشرانو او استازو د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري او د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي سره د یاد وزارت د ملاقاتونو په تالار کې وکتل.
راغلیو مشرانو یادې ناستې ته وویل چې دوی د اسلامي نظام په بریا او قائمولو کې ډېرې قربانۍ ورکړې او د داسي حکومت راتلل د ټولو افغانانو یوه هیله وه.
دوی غونډې ته د غوښتنو په ترڅ کې وویل چې د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې د کوچیانو د ځمکو په اړه د ښاروالي له لوري د کوچي مېشتو ځمکو د بندیز او د څړځایونو د تثبیت په اړه دي بیا کتنه او غور وشي.
غونډې ته د خبرو پر مهال سرپرست وزیر ښاغلي نوري د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان خلک د پرلپسې جګړې او انقلابونو له وجهې ډېر ستومانه شوي دي او د اسلامي نظام په حاکمولو کې د دوی سرښندنې د ستاینې وړ دي.
هغه همدارنګه وویل چې په دې هیواد کې پروت هر قشر زموږ د بدن اعضاوو حیثتیت لري او موږ به یې د مشکلاتو د هواري لپاره پوره هڅه کوو.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست وزیر: هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي.
ښاغلي نوري کوچي مشرانو د ډاډ ورکولو په ډول وویل: په دې نظام کې د هیڅ چا حق نه خوړل کېږي او ستاسې د ستونزو د حل په موخه به موږ پوره غور او کوښښ کوو.






