د نگران وفاقي کابينې غړو سوګند پورته کړو، صدر عارف علوي غړو ته حلف ورکړو.
باغی ټي وي رپورټ
سرچينې وائي چې په لمړي پړاؤ کې نن د نگران کابينې 18 غړو سوګند پورته کړو، صدر عارف علوي په صدر هاوس کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې د وفاقي کابينې غړو ته سوګند وکړو.
د سرپرستې کابینې د غړو نومونه او د هغوی وزارتونه
لیفټیننټ جنرال (ر) انور علي حیدر – د دفاع وزارت، دفاعي تولید او هوايي چلند
سرفراز بګټي – د کورنیو چارو وزارت، د نشه یي توکو، بهر پاکستانیانو
مرتضی سولنګی – د اطلاعاتو وزارت
سمیع سعید – د پلان او پراختیا وزارت
جمال شاه – د ملي میراث او کلتور وزارت
مدد علي سندي – د تعلیم، ملي یووالي، ځوانانو چارو وفاقي وزارت
احمد عرفان اسلم – د قانون او عدلیې وزارت، ملي سرچینې، د اقلیم بدلون او اوبو
محمد علي – د انرژۍ، برېښنا او پټرولیم وزارت
شمشاد اختر – د مالیې او عوایدو، اقتصادي چارو، احصایې او خصوصي کولو وزارت
ډاکټر عمر سیف – د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت
ګوهر اعجاز – تجارت، ټوکر، صنعت او تولید
انیق احمد – د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږي وزارت
تورن (رټ) شهید اشرف تارړ – د مخابراتو، ریل پټلۍ، پوستي خدماتو، بندرونو او سمندري چارو وزارت
خلیل جورج – د بشري حقونو، د ښځو د پیاوړتیا وزارت
د سوګند پورته كولو په دستوره كښې نگران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هم ګډون وكړو۔ په نګران وزيرانو کې چې حلف يې پورته کړو په هغو کې شمشاد اختر، سرفراز بګټي، جليل عباس جيلاني، مرتضي سولنگي، انيق احمد، جمال شاه، ډاکټر عمر سيف، ليفټننټ جنرل ريټائرډ خليل جارج او محمد سميع سعيد هم شامل دي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې انوارالحق کاکړ د نگران وزيراعظم په توګه لوړه وکړه چې وروسته يې د خپلې کابينې د لنډولو اعلان وکړ.