د کراچۍ په بلدیه ټاون سیمه کې د ښځو د ځورولو یو کس نیول شوی دی.

0
149

باغی ټي وي رپورټ

د پولیسو په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې په موټر سایکل سپاره تورن د ښځو ځورول لیدل کیږي.

ډي آئي جي ساوتھ وئيلي دي ملزم د سي سي ټي وي په مرسته نيولي شوي دي ولي چي په موټر سائيکل سپور ملزم د يو خصوصي سکيورټي کمپني ملازم دے.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د ښځو د عامه ځورونې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.

په جولايي مياشت کې په ګلستان جوهر کې د موټرسايکل سپرو لخوا پر سړک روانه يوه نجلۍ ځورول شوې وه، چې وروسته پوليس تر دې دمه په دې نه دي بريالي شوي چې تورن کس ونيسي.

دې نه علاوه په اورنګي ټاؤن کښې هم د يوې زنانه د وهلو ټکولو پيښه رامخې ته شوې وه چې وروسته پوليس ملزم ګرفتار کړے دے۔

Leave a reply