کراچۍ کښې د سچل پوليس سټيشن د پوليس موبائل په ګاډي د نامعلومه کسانو لخوا د لاسي بم حمله شوې چې پکښې درې اهلکار سخت ژوبل شوي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
د عيني شاهدانو په وينا بريد کوونکي پر موټر سايکل سپاره وو، ماسک يې اغوستی و، ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ناپېژانده وسله وال له تیارې نه په تېښته بریالي شوي دي.
خو پولیس، رینجر او نور قانون نافذونکي ادارې موقعې ته رسېدلې دي.
ايس ايس پي مشرقي زبير نذير شيخ وئيلي دي پيښه رام جهم اپارتمان سره نزدې رامينځته شوې، دپوليسو په موبائيل د لاسي بم بريد او که دکريکر چاؤدنه، دوي يې په اړه پلټنې کوي.
ده وويل چې په دې بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى او د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.





