کراچۍ کې د پوليسو سره په نښته کې پينځه شکمن کسان وژل شوي دي.

0
163

باغی ټي وي رپورټ

د پوليسو وينا ده چې پوليسو ته په هيلپر 115 اطلاع ترلاسه شوې، چې د نارټ کراچۍ سيکټور 11 کې يو کور ته غله د لوټلو لپاره ننوتلي وو، ملزمان د ګرل په پرې کولو سره کور ته ننوتي وو او د لوټلو نه پس د تيښتې هڅه کوله، چې په دې ترڅ کې هلته اور ولګېد. دپوليسو او غلو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې ٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه تښتيدلي دي .

پوليس زياتوي چي وژل شوي ملزمان د شمالي کراچي په مختلفو پيښو کښي ککړ وو او ملزمانو ډلي په کورونو کښي پيښي کولې۔

په همدې اړه د ياد کور خاوند سيد انور وويل، چې پنځه تنه غله د ځنګل په پرې کولو سره کور ته ننوتل او کورنۍ يې يرغمل کړه، غلو پر ما هم بريد وکړ، چې پوليس سيمې ته ورسېدل او موږ يې وژغورل.

Leave a reply