د مسلم لیګ (ن) مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف به د سپټمبر په نیمایي کې پاکستان ته راشي.

باغی ټي وي رپورټ
د شریف کورنۍ سرچینو جیو نیوز ته تایید کړې چې نواز شریف ته د هغه د ګوند ځینو مشرانو ټینګار کړی چې د سپټمبر په نیمایي کې دې راشي.
دسرچينو له مخې دشريف دکورنۍ وکيلانو اؤ سياسي همکارانو نوازشريف ته مشوره ورکړې وه چې دمنځني ختيز اؤ اروپا ددورې نه وروستو سمدلاسه هيواد ته راستون شي خو اوس دا خبره تائيد شوې ده چې نواز شريف به دسپټمبر په نيمايي کې پاکستان ته رسيږي.
نواز شریف څلور کاله وړاندې له پاکستان څخه برتانیا ته د درملنې لپاره راغلی و
نوازشريف څلور کاله وړاندې د علاج لپاره له بريتانيا څخه پاکستان ته راغلی و، چې اوس يې د راستنېدو لپاره تياري نهايي شوي دي.
سرچينې وائي چې پخوانى وزيراعظم شهباز شريف اؤ مريم نواز دپارټۍ دمشر نوازشريف دراتللو لپاره ورسره دوامداره تماس کې دى.
رانا ثناءالله، خواجه اصف، جاوید لطیف، پرویز رشید او نور به په راتلونکو دریو اونیو کې د نواز شریف سره د لیدو لپاره لندن ته ځي.
ويل کيږي چې د مسلم ليګ ن مشرتابه به پاکستان ته د نوازشريف د راستنېدو پر وروستي پروګرام هم غور وکړي.
سرچينې وايي، د قضاوت او حکم د بيا کتنې په اړه د سترې محکمې وروستۍ پرېکړې د نواز شريف پر قضيو اغېز نه دی کړی.
د نوازشريف وکيلانو وطن ته د واپسي په موقع د هغه د قانوني دفاع لپاره پوره تياري نيولي دي ولي شهباز شريف هم وئيلي دي چي د نوازشريف پنځه کلنه نااهلي موده ختمه شوي ده۔




