د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په سکهر کې په قاتلانه بريد کې د وژل شوي خبريال جان محمد مهر د کورنۍ غړو لپاره د يو کروړ روپو امداد اعلان کړی دی.

0
143

باغی ټي وي رپورټ

خبريال جان محمد مهر د اتوار په ورځ په سکر کې د نامعلومه کسانو د ډزو په نتيجه کې وژل شوی دی .

دپوليسو ترمخه خبريال جان محمد مهير په کوئنس روډ ددفتر څخه کورته روان وؤ بريد شوى چې له امله يې هغه ژوبل شوى دى.

خو خبریال جان محمد ماهر په ټپي حالت کې یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوی و، خو د درملنې پر مهال په روغتون کې ساه ورکړه.

د سندهـ حکومت وياند او د پيپلز ګوند مشر ناصر حسين شاه له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په سکر کې يوه غمجنه پېښه رامنځته شوې، چې لوړپوړي خبريالان پکې شهيدان شوي دي. ناصر حسين شاه وويل دپيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري اؤ د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ددغه پيښې نوټس اخستى دى.

ده ووئيل چې د بلاول بهټو په هداياتو وزيراعلي د خبريال جان محمد مهر د كورنۍ لپاره د يو كروړ روپو اعلان كړې دې۔

ناصر حسین شاه زیاته کړه چې د خبریال جان محمد مهر د قاتلینو خلاف سخت کاروائي روانه ده، انتظامیه شپه او ورځ کار کوي.

Leave a reply