د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ترکیه کې د یاد هیواد غیر دولتي صنعتي ټولنې موسیاد له مسؤلینو، ترکي او افغان پانګوالو سره لیدلي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ترکیه کې د یاد هیواد غیر دولتي صنعتي ټولنې موسیاد له مسؤلینو، ترکي او افغان پانګوالو سره لیدلي.
15 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ د ترکیې د صنعتکارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنه موسیاد (MUSIAD) له رئیس ښاغلي محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.
دغه لیدنه د موسیاد ټولنې د دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه، چې پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره پکې د هغو لویو شرکتونو او بېلابېلو سکټورونو رئیسانو او استازیو هم ګډون کړی و، چې د ساختماني توکو، د برېښنا تولید، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او لوجستیکي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اوږده مخینه او بریالۍ کاري تجربه لري.
د یادې کتنې پر مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره استفاده وکړي.
د موسیاد ټولنې مشر ښاغلي محمود اسمالي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او زیاته یې کړه چې له دې فرصته د استفادې کولو په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.
ښاغلي محمود زیاته کړه چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره په مختلفو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
په دغه لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده چې موسیاد (MUSIAD) د ترکي صنعتکارانو او سوداګرو یو غیر دولتي ټولنه ده، چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې رامنځته شوې او په ۷۲ هېوادونو کې فعالیتونه لري.






