د سندهـ نګران اعلی وزير به څوک شي؟ د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه او د اپوزيشن ليډر رانا انصار ترمينځه د مشاورت وروستۍ ورځ ده.
باغی ټي وي رپورټ
د اپوزيشن ليډر رانا انصاري به نن وزيراعلي هاؤس ته ځي، د وزيراعلي او اپوزيشن ليډر لخوا به د نگران وزيراعلې لپاره درې نومونه تجويز شي۔
په دې اړه وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې د سندهـ نګران وزيراعلې لپاره د دواړو خواو نه 12، 13 نومونه دي، ټول نومونه د احترام وړ او ښه دي.
مراد علي شاه وايي د نگران وزيراعلي لپاره به نوم له بل ځايه نه راځي، په کومو نومونو چې مونږ پرې خبرې کړي دي هغه به حتمي وي، د نگران وزيراعلي په نوم به نن ماسپښين 12 بجې اتفاق وشي
هغه وويل چې که په کوم نوم موافقه ونه شوه نو دوه نومونه به يې پارليماني کميټې ته واستول شي.
ياده دي وي چي مراد علي شاه او رانا انصاري ترمينځه د نگران وزيراعلي ټاکني لپاره دوه ملاقاتونه شوي دي ولي تر اوسه د کوم نوم باندي اتفاق نه دي شوي۔