په تورخم پوله افغان ماشومان ستونزو سره مخ دي

ددې ماشومانو مور مریضه وه، مور سره ی ویزا وه ، دې ماشومانو سره ویزا نه وه او مور ی هم واپس لاړه.
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان نه په رسنیو داسې تصویرونه او خبرونه خپاره شوي چې د افغانانو سره خپل ماشومانو ته اجازت نه ورکول کیږي چې هغوی خپل مور پلار سره پاکستان ته داخل شي.
په سوشل میډیا یو تن د دو ماشومانو تصویر رسنیو ته لیږلې چې دو ماشومانو ته د خپلې مور سره پاکستان ته داخلیدو اجازت ور نه کړې شو، ددې ماشومانو مور مریضه وه او غوښتل ی پاکستان ته د علاج لپاره لاړه شي خو په بارډ ورته اجازت ور نه کړې شو او د ماشومان د نه پریښودلو له وجهې ی مور هم واپس لاړه، په بارډ سرچینې او ځایی خلق وایی چې په پوله چارواکي هغه افغان ماشومان پاکستان ته نه پریږدي چې دوی سره د پاکستان ویزا نه وي، ددې وجهې افغانان د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دی.
افغانان غوښتنه کوي چې دوی سره دې ماشومانو ته هم اجازت ورکړۍ شي چې پاکستان ته داخل شي ځکه ددوی مور یا پلار سره د پاکستان ویزا وي نوی دې ماشومانو له دې هم اجازت ورکړې شي چې پاکستان ته داخل شي.






