کابل سره نزدې د بریښنا پایه په ماین الوزول شوې ده

Photo Credit: Tolo News
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د طلوع نیوز ټي وي خبر ورکړې چې د پایه تخت کابل سره نزدې په شکردره ولسوالۍ کښې یوه د بریښنا ستن په ماین بم الوزول شوې ده.
د رپورټ مطابق د بریښنا اړوند اداره وایی چې د بریښنا د ستنې د بیا رغونې چاري پیل شوې دي او ډیر زر به دا کار سرته ورسوي او ددې سیمې اړوند آبادۍ ته به د بریښنا سهولت بحال شي.
یاده دې وی چې په دې لنډو ورځو کښې د افغانستان بیله بیلو ولایتونو کښې په بمی چاودنو، بریدونو او ځانمرګي بریدونو کښې ګنړ شمیر عام وګړو ژوند له لاسه ورکړي دې، په کندوز او کندهار کښې د شیعه په مسجدونو د بریدونو ذمه واري د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې ده. طالب امنیه قوماندانیو په عملیات کښې یو شمیر کسان د داعش ډلې سره د اړیکو په تور کښې نیولي دي، وس یو څو ورځې وړاندې هم د امارت ځانګړي امنیتی کسانو د داعش په ضد عملیات ترسره کړل او کابل کښې ی یو مرکز چې د داعش ګروپ کسان چې داعش ډلې سره ی اړیکې لرلې اووژل او ددوی مرکز ی هم ړنګ کړل.
د کابل امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، چې د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د برېښنا یوه ستن په ماین الوزول شوې.
برېښنا شرکت بیا وایي، چې د برېښنا د ستنې د بېرته جوړولو هڅه روانه ده.#طلوعنیوز pic.twitter.com/PjzdVNuSgI— TOLOnews (@TOLOnews) October 22, 2021




