په بلخ کښې د ځوانانو لپاره د کورونا مرض په اړه ښوونیز پروګرام تابیا شوې وو

0
159

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر سیوري لاندې او د یونیسیف ادراې په مالي مرسته په بلخ ولایت کښې د ځای ځوانانو او د ټولنې نورو مخورو کسانو لپاره د کورونا مرض په اړه معلوماتي او ښوونیز پرواګرم ترسره شو.

په دې یوه ورځني سیمینار کښې د کورونا مرض نه علاوه نور اړوند مرضونو په اړه هم ګټورې خبرې او معلومات شریک کړې شو او د ټولنې غړي ددې نه خبر کړې شي چې څنګه باید مونږ وکولې شو چې خپل او خپله کورنې د کورونا او نور خطرناکه وبایی مرضونو نه بچ کړو.
یاده دې وي چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت مشرانو د پولیو په ضد د کمپاین ملاتړ او همکارۍ اعلان هم کړې چې د نړيوالو ادارو او ملګري ملتونو د طالب مشرانو ددې فیصلې ډیره ستاینه کړې ده.
طالب مشرانو په یو بیان کښې ویلي وو چې دوی چمتو دې چې د پولیوپه ضد کمپاین کښې د اړوند انړیوالو او ملکي ادارو ملاتړ وکړي او دوی سره د پولیو واکسین افغان ماشومانو ته ورکولو په لړ کښې پوره پوره مرسته وکړه.

Leave a reply