روسیه کې د باروتو او کیمیاوي وسلو پۀ فابریکه کې چاودنه رامنځته شوې چې پراخه مرګ ژوبله ئې هم اړولې ده

روسیه کې د باروتو او کیمیاوي وسلو پۀ فابریکه کې چاودنه رامنځته شوې چې پراخه مرګ ژوبله ئې هم اړولې ده
د روسیې د تاس خبري اژانس خبر ورکړی چې نن جمعه د اکتوبر ۲۲ مه نيټه د روسیې په لویدیځ کې د ریازان په ولایت کې د باروتو او کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې چاودنه وشوه چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.
(2021 / 10 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د تاس خبري اژانس خبر ورکړی چې نن جمعه د اکتوبر ۲۲ مه نيټه د روسیې په لویدیځ کې د ریازان په ولایت کې د باروتو او کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې چاودنه وشوه چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ګن شمیر کسان لا درکه شوي دي.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې نن د جمعه د سهار په د نهو بجو په شاوخوا کې د ریازان ولایت د شیلوفسکي ولسوالۍ په لیسنوای کلي کې د وسلو ، باروتو او کیمیايي موادو د یوې فابریکې په ورکشاپ کې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.
چاودنه د تخنیکي ستونزې له نتیجه کې رامنځته شوې ده . د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.





