د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان کنوینر خالد مقبول صدیقي د نگران وزیراعظم لپاره د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري نوم تجویز کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د ایم کیو ایم پاکستان یوه پلاوي په وزیراعظم هاؤس کې د وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کړی چې پکې خالد مقبول صدیقي د نگران وزیراعظم لپاره د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري نوم وړاندیز کړی دی.
د سرچينو ترمخه وزيراعظم سره دايم کيو ايم پلاوي په ليدنه کې دبريښنا په چارو هم خبرې اترې شوي دي.
سرچينې وائي په دغه ليدنه کې وزيراعظم شهباز شريف د سندهـ گورنر ته د حيدراباد يونيورسټۍ د بنسټ ډبره کېښودو هدايات وکړل.
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ د تحليل کولو نېټه د اګست په نهمه نېټه ټاکلې ده، په داسې حال کې چې د اوسنۍ قومي اسمبلۍ موده د اګست په 12مه نېټه د شپې په 12 بجو ختمېږي.
د نگران وزيراعظم په اړه د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د نگران وزيراعظم نوم به يوه يا دوه ورځو كښې حتمي شي۔