د مسلم ليګ (ن) مشر او وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د خپلو کارونو په وجه نن په جيل کښې دے.

باغي ټي وي رپورټ
خپل يو بيان كښې احسن اقبال ووئيل چا چې زمونږ په ضد دروغې مقدمې جوړې كړې هغه په رښتينې مقدمې كښې جيل ته لاړو۔
بل لوري ته ميا جاويد لطيف وويل فيصلې اوس پيل شوي دي، د٦٥ اربه روپو دکرپشن اؤ تيريان دکيس فيصله لا نۀ ده راغلې اؤ دمياشتې د ٩ؤ اؤ ١٠ؤ پيښو په اړه فيصله هم راتلل ده.
ياده دي وي چي ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور د توشه خانه کيس کښي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان ته د دري کاله قيد او يو لاکه روپو جرمانه سزا اورولې ده۔
د محکمې لخوا د سزا اورولو وروستو پوليسو عمران خان په لاهور کې د هغه د کور نه نيولی او اٹک جيل ته يې انتقال کړی دی.






