د ځینو ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو د لاسوهنو په اړه د اسلامي امارت اندېښنه

0
172

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د سیمې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

که څه هم ښاغلی ستانکزی د کوم مشخص هېواد نوم نه اخلي خو وايي چې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ غواړي د افغان مهاجرینو له نومونو او هویتونو څخه په استفادې سره د اسلامي امارت او ګاونډیانو ترمنځ واټن زیات کړي.

(2023 / 8 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د سیمې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

که څه هم ښاغلی ستانکزی د کوم مشخص هېواد نوم نه اخلي خو وايي چې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ غواړي د افغان مهاجرینو له نومونو او هویتونو څخه په استفادې سره د اسلامي امارت او ګاونډیانو ترمنځ واټن زیات کړي.

ښاغلي ستانکزي وویل: د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ غواړي چې افغانان بد نوم کړي، ځکه هلته زرګونه افغان کډوال مېشت دي او ډېری یې په خپلو کورونو کې بندیان دي، یو ځای یې بندیان کړي او بیا وايي چژ په جګړه کې وژل شوي دي.”

اړوند موضوعات:

سیاسي شنونکي او کارپوهان وایي: د سیمې او نړۍ استخبارات افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاتوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

Leave a reply