د افغانستان د اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو پلان تصویب شو

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې لومړي مرستيال سخي احمد پيمان وويل: “د اقتصادي مشورتي بورډ جوړول چې په دې اساسي رول کې د خصوصي سکټور اقتصادي کارپوهان په کې شامل وي، کولاى شي اقتصادي کمېسيون ته ښې مشورې ورکړي.”
د خصوصي سکټور او کارپوهانو او اقتصادي کارپوهانو دغه چلند چې حکومت ته مشوره ورکوي، ډېر ښه اقدام دی. له بلې خوا د اقتصاد وزارت د اقتصادي مشورتي بورډ جوړېدل د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې ګټور بولي.
(2023 / 8 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال د “افغانستان د اقتصادي مشورتي بورډ” د جوړولو د پلان د تصویب اعلان وکړ.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال په وینا، دا بورډ به حکومت ته په مهمو اقتصادي مسایلو کې مشورې ورکوي.
د لومړي وزير د اقتصادي مرستيال د خبرپاڼې پر بنسټ، د پوهنتونونو استادان، اقتصادي کارپوهان، سوداګر او صنعتکاران د دغه بورډ غړي جوړوي.
د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې لومړي مرستيال سخي احمد پيمان وويل: “د اقتصادي مشورتي بورډ جوړول چې په دې اساسي رول کې د خصوصي سکټور اقتصادي کارپوهان په کې شامل وي، کولاى شي اقتصادي کمېسيون ته ښې مشورې ورکړي.”
اړوند موضوعات: