د کراچۍ د صدر سيمې صرافه مارکيټ کې د ورځې په رڼا کې د لوټمارۍ د يوې لويې پېښې سي سي ټي وي فوټيج مخې ته راغلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د پېښې په سي سي ټي وي فوټيج کې ليدل کېږي چې وسله وال تورن د ۲۲.۲ ميليونه روپو لوټلو وروسته په اسانۍ تښتېدلي دي.
د پوليس ترمخه د سرو زرو د دوکان د يو ملازم په شکايت پريډي پوليس سټيشن کښي د غلا مقدمه درج کړے شوي ده۔
په مقدمه کې مدعي وويل چې د اګست د پنځمې نېټې په ماښام ملک ياسين ماته د ښوونځي کڅوړه راکړه او له ما څخه يې وغوښتل چې د سرو زرو له يوه شخصي لابراتوار څخه نغدې پيسې راوړم، د ټوپک په زور يې زما څخه د پيسو ډکه کڅوړه واخيسته.
جيو نيوز ته په ترلاسه شوي سي سي ټي وي فوټيج کې ليدل کيږي چې ملزم د پيښې وروستو د اتمانزۍ نه تښتيدلی، په فوټيج کې ملزم د سکول نه د پيسو نه ډکه کڅوړه هم په تېښته ليدلی شي.