د پي ټي ائي پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن ته د اسلام اباد عدالت لخوا د ورکړل شوې سزا په ځواب کې د پي ټي ائي وکيل شعيب شاهين وئيلي دي چې دا فيصله د دفاع په حقله وړاندې شوې ده .
باغي ټي وي رپورټ
هغه وویل چې یوازینی تور دا دی چې په شتمنیو کې د پیسو جزیات نه دي لیکل شوي.
د پي ټي آئي وکيل شعيب شاهين وويل په دغه فارم کې د رقم تفصيل ورکولو هيڅ اختيار نشته.
ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين ته د دريو کالو بند سزا اورولي وه او هغه اٹک جيل ته منتقل کړے شوے دے۔
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي چيئرمين ته د دريو کالو قيد او يو لاک روپئ جرمانه هم لګولي ده۔
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، که عمران خان یو لک روپۍ جرمانه ادا نه کړي، نو شپږ میاشتې نور به په بند محکوم شي.
پر عمران خان تور دی چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه په کمه بیه قیمتي ډالۍ ترلاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.
د عمران خان په ډالۍ کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی چې د کعبې نمونه لري او په نړیوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه روپۍ اټکل شوې ده.