د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د توشه خانې په مقدمه کښې د نيولو نه پس د پي ټي آئي واک د شاه محمود قريشي په لاس کښې دے.

0
181

باغي ټي وي رپورټ

د پارټۍ سرچينو له مخې د عمران خان په غېر موجودګۍ کې به شاه محمود قريشي د پارټۍ د چارو مشري کوي، اسد قيصر، شهريار اپريدي، فردوس شميم نقوي او علي محمد خان به ورسره وي.

د ګوند سرچينې وايي، چې د شاه محمود او د وکيلانو په ګډون د کور کميټې لومړۍ دنده به د ګوند د مشر خوشې کول وي. یوه اونۍ وړاندې عمران خان شاه محمود قریشي ته د ټاکنو لپاره د چمتووالي دنده ورکړه.

د پارټۍ ذرائعو ترمخه شاه محمود قريشي به د اګست په څوارلسمه نيټه د انتخاباتو لپاره د سياسي مبارزې مشري کوي۔

شاه محمود قريشي د پي ټي آئي د کور کميټي غونډه رابللې ده، اعجاز چوهدري، ياسمين راشد او عمر سرفراز چيمه به د پارټۍ په چارو کې مرسته کوي، شاه محمود قريشي به د پي ټي ايم اتحاد سره خبرې کوي چې پکې عامر ډوګر، قاسم سوري هم ګډون کوي. ، مراد سعید او عالمګیر خان به د ټیم برخه وي.

عمران خان توشه خانه کېس کې نیول شوی

ياده دي وي چي د اسلام آباد عدالت د توشه خانه کيس کښي عمران خان ته د دريو کالو بند سزا اورولې وه چي پکښي د پي ټي آئي چيئرمين لاهور نه نيولے شوے وو۔

د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ته د درې کالو بند سزا اورولې او يو لاکه روپۍ جرمانه يې هم لګولې ده.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، که عمران خان یو لک روپۍ جرمانه ادا نه کړي، نو شپږ میاشتې نور به په بند محکوم شي.

قاضي همایون دلاور د فیصلې اورولو په مهال وویل چې په مقدمه کې د پي ټي ائي د مشر د نیولو وارنټ جاري شوی دی.

پولیسو د توشه خانې په قضیه کې د سیشن محکمې له حکم وروسته د تحریک انصاف مشر عمران خان له لاهور څخه نیولی دی.

Leave a reply