د لاهور په زمان پارک کې د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو په ضد احتجاجي مظاهره کوونکي ۲۵ کارکنان نيول شوي دي.

0
198

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد عدالت د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د درې کالو بند سزا اورولې ده چې له هغې وروسته د پي ټي ايي چئیرمین لاهور څخه ونیول شو.

د پي ټي آئي کارکنانو زمان پارک کښې د پي ټي آئي چيئرمېن ګرفتارۍ په ضد احتجاجي مظاهره کړې چې له وجې پوليس ۲۵ کارکنان نيولي دي۔

د دې نه علاوه د کراچۍ پريس کلب مخې ته د پي ټي آئي پنځه کارکنان هم نيولي شوي دي۔

ياده دي وي چي د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان ته د دريو کالو قيد او يو لاک روپئ جرمانه هم لګولي ده۔

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، که عمران خان یو لک روپۍ جرمانه ادا نه کړي، نو شپږ میاشتې نور به په بند محکوم شي.

Leave a reply