د کشمیر د استثمار د ورځې په مناسبت د پاکستان د پوځ لخوا په جاري شوي پیغام کې ویل شوي چې د هند تیري د سیمې امنیت ته دوامداره ګواښ دی.

0
71

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر لخوا د هند لخوا د مقبوضه جمو او کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو څلور کاله پوره کیدو په مناسبت یو بیان جاري شوی دی.

د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن، د وسله والو ځواکونو مشر او د پاکستان پوځ د کشمیر د استحصال په ورځ د مقبوضه جمو او کشمیر له خلکو سره د پیوستون اعلان کړی دی.

د آئي اېس پي آر له مخې په مقبوضه كشمير كښې د پوځي تالاشۍ او د آبادۍ د جوړښت د بدلون لپاره غيرقانوني اقدامات د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده، د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره شي۔

د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي، د بشري حقونو جدي سرغړونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، د هند د حکومت څرګندونې، دښمنانه کړنې د سیمې امنیت ته پرله پسې ګواښ دی، خو د کشمیریانو په وړاندې د پاکستان ټول ملت په ګډه ولاړ دی.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چې وسله وال ځواکونه د مقبوضه کشمير شهيدانو ته د هغوي د سترو قربانيو په وجه درناوى ورکوي، د پاکستان وسله وال ځواکونه د کشميريانو په سياسي، اخلاقي او انساني مبارزه کې د هغوي بشپړ ملاتړ کوي.

Leave a reply