د مسلم ليګ ن مشر طلال چوهدري وايي د مسلم ليګ ن مفاد په وخت په انتخاباتو کښې دے خو د پاکستان مفاد په غير متنازعه انتخاباتو کښې دے.
باغي ټي وي رپورټ
خپل يو بيان كښې طلال چوهدري وئيلي دي چې كه د مشتركو مفاداتو كونسل په دې خبره اتفاق وكړي چې ټاكنې دې په نوې مردم شمارۍ كولې شي نو مونږ ته د كوچنيو صوبو د رايې احترام كولو ته اړتيا ده۔
طلال چوهدري وايي، لس یا ۱۵ ورځې شاته مه ځئ، د ټولو لپاره مهمه ده چې د ټاکنو پایلې ومني.
د مسلم ليګ (ن) مشر زياته کړه چې که د انتخاباتو په اړه د اسټيبلشمنټ له خوا څه راځي، نو بايد غور وشي.
بل لوري ته د مسلم ليګ ن مشر جاويد لطيف ويلي دي چې ټاکنې بايد ونه ځنډول شي، که ټاکنې هم وځنډيږي نو مسووليت به يې د مسلم ليګ (ن) پر غاړه نه وي، ځکه چې اوسنی حکومت د مسلم ليګ (ن) نه بلکې قومي حکومت دی.