د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد وئيلي دي چې که د مشترکه مفاداتو کونسل (سي سي آئي) د مردم شمارۍ منظوري ورکړي نو عام انتخابات به لږ تر لږه د فرورۍ تر 15مې نيټې 2024 پورې کيږي.

0
81

باغي ټي وي رپورټ

د ډیجیټل مردم شمارۍ 2023 نتیجو منظورولو لپاره د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه د اګست په 5مه نېټه رابللې شوې ده.

په دې اړه د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد وويل که سي سي آئي د مردم شمارۍ منظوري ورکړي نو عام انتخابات به لږ ترلږه د فرورۍ تر 15م کال 2024 پورې ترسره شي.

ده ووئيل چې د نوې سرشميرنې د گزټ نوټيفيكشن په صورت كښې اليكشن كمېشن په قانوني توګه د حوزو د بيا تعريف كولو پابند دے د كوم لپاره چې اليكشن كمېسون د درې مياشتو د آئيني دورې نه علاوه درې مياشتې نور وخت غواړي۔

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د اتحاديانو په مېلمستيا کښې وئيلي وو چې د اګست په نهمه نيټه به د قامي اسمبلۍ د تحليل سمري ولسمشر ته استوي۔

Leave a reply