په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه يو ځل بيا لوړه شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سرو زرو بیه له 1300 روپو نه دوه لاکه 21 زره 500 روپو ته لوړه شوې ده.
د ۱۰ ګرامه سرو زرو بيه د ۱۱۱۵ روپو په زياتوالي سره ۱ لاکه ۸۹ زره ۹۰۱ روپۍ ته رسېدلې ده.
د آل پاکستان جيم اېنډ جيولرز ایسوسی ایشن ترمخه په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه څلور ډالره کمه شوې او نن د يو اونس په مقابل کې 1932 ډالرو ته رسيدلې ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د يو تول سرو زرو بيه ٢٨٠٠ کلدارې راټيټه شوې ده.





