د تركيې مرستيال ولسمشر د پاكستان په دوره كراچۍ ته ورسېد، د سندهـ اعلی وزير مراد علي شاه د كراچۍ په هوايي ډګر كې د هغه هركلى وكړ.

باغي ټي وي رپورټ
سرچينې وائي دترکيې نائب صدر کاؤدت يلماز په دوه ورځني دوره پاکستان ته رسيدلى او وزيراعظم شهباز شريف به نن په يو ورځني سفر کراچۍ ته رسيږي.
د سرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف اؤ دترکي نائب صدر به دکراچۍ شپ يارډ په دستوره کې ګډون کوي او دواړه به نن دپي اين ايس طارق په پرانستې دستوره کې هم ګډون کوي.
سرچينې وائي په پاکستان کې جوړ شوي دوهم ملجم کلاس کارويټ پي اين ايس طارق به نن په لاره اچول کيږي.
په دې موقع د پاكستان او تركيې ترمېنځه د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په اړه د تفاهم يادونه هم كولې شي۔






