پاکستان ویسټ انډیز ته د ۲۷۰ منډو هدف ورکړې

0
158

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان ویسټ انډیز ته د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې د ګټلو لپاره د ۲۷۰ منډو هدف ورکړې دې.

پاکستان په ټاکلو ۴۸ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې، چې آل راونډر شاداب خان ۸۶ او امام الحق ۶۲ منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده چې لوبه د خرابې هوا له امله ودرول شوه او په هر پاڼۍ کې ۴۸ اورونو ته محدوده شوه.

د ملتان په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د لوبې پچه د پاکستان کپتان بابر اعظم وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هغه وويل چې شاهين افريدي او حارث رؤف ته د ننۍ ميچ لپاره آرام ورکړى شوى دى، شاهنواز دهاني په يو ورځني ميچ کې ډيبيو کوي اؤ حسن علي هم بيرته ټيم ته راغلى دى.

شاهنواز دهني ته د شاهين شاه افريدي لخوا د يو ورځني کرکټ کيپ وړاندې کړے شو چې ټولو لوبغاړو ورته مبارکي ورکړه۔

Leave a reply