د اطلاعاتو وزيرې مريم او نګزېب د عمران خان سره د خبرو اترو په مسله د اتحادي ګوندونو ترمېنځه د اختلاف رپورټونه بې اساسه او دروغ وبلل

باغي ټی وی رپورټ
مريم اورنګزېب خپل يو بيان کې ويلي چې د واکمن ګوندونو په غونډه کې سلا مشورې روانې دي چې رسمي اعلان به يې د ګډې اعلاميې په بڼه کېږي.
ده ووئيل د اعلاميې نه وړاندې هم بېلا بېلو ګوندونو ته منسوب خبرونه چلول د افسوس خبره ده، ټول ګوندونه په مسايلو خپل نظرونه وړاندې كوي د كومو په رڼا كښې چې پرېكړې كولې شي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ وزيراعظم هاؤس کښي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښي د اتحادي پارټو غونډه شوي وه۔
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې جے يو آئي دعمران خان سره دخبرو اترو مخالفت کړى دى.
د سرچينو له مخې بلاول بهټو زرداري دحکومتي اتحادي مشرانو په غونډه کې له اپوزيشن سره دخبرو اترو په موضوع ټينګار کړى ؤ اؤ دبلوچستان نيشنل پارټۍ (بي اين پي) اؤ خالد مگسي په لوري دبلاول بهټو دريځ لري. خبرې اترې. تایید شوې.
سرچينې وائي چې جے يو آئي دريځ خپل کړى چې عمران خان سياسي قوت نۀ دى اؤ دخبرو اترو مخالفت کوي. په دې موقع زين بګټي وويل مونږ د خبرو مخالف نه يو خو عمران خان دروغجن انسان دى، عمران خان د اعتماد وړ نۀ دى.






