د بلوچستان حکومت د وړوکي اختر په مناسبت د قیدیانو سزا دوه میاشتې کمه کړې، د کورنیو چارو وزارت لخوا په دې اړه نوټيفيکيشن جاري شوی دی

0
225

باغی ټی وی رپورټ

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې د بلوچستان حکومت د لوی اختر په مناسبت د بندیانو په سزا کې دوه میاشتې کموالی راوستی دی.

د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو د بنديانو د سزاګانو د کمولو سمري منظوري ورکړه.

د اعلامیې له مخې، د بندیانو په سزا کې د صوبايي حکومت لخوا ورکړل شوی رعایت به په هغو بندیانو باندې نه پلي کیږي چې په جدي جرمونو کې ښکیل دي.

Leave a reply