د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې سفیر سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې سفیر سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو خبرې کړي.
6 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې له سفیر ډیميټري ژیرنوف سره تیره ورځ کابل کې کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغې ناسته کې د افغانستان او روسي چارواکو ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هراړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې.
وزیر مولوي متقي له سفیر سره د افغانستان او روسیې پر هر اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې. دواړو هیوادونو د سیاسي، امنتیي او اقتصادي همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلي متقي ژیرنوف ته ډاډ ورکړی چې افغانستان نن سبا په بشپړه توګه امن دی او نړۍ ته ښایو چې له افغانستان څخه هېڅ هیواد ته ګواښ متوجې نه دی.
ورته مهال د روسیې سفیر هم د دواړو هېوادونو پر نژدې اړیکو ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د نورو ناستو او غونډو د چمتوالي ویلي دي.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ روسیې خپله قونسلګرۍهم په مزارشریف کې پرانیستې وه. روسیي ډیپوماټانو یاده قونسلګرۍ تر اوږده ځنډ وروسته پرانیستې او خپل ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته یې مخه کړې ده.






