په پېښور کې د شناختي کارډ او مهم اسنادو پرته په هوټلونو او (مېلمستونونو) کې پر اوسېدلو بنديز لګول شوی دی

0
181

باغی ټی وی رپورټ
په پېښور کې د شناختي کارډ او مهم اسنادو پرته په هوټلونو او (مېلمستونونو) کې پر اوسېدلو بنديز لګول شوی دی.

د پيښور پوليس لائنز بمي چاودني نه پس ضلعي انتظاميي په هوټلونو او ميلمستونونو کښي د شناختي کارډونو او مهم اسنادو نه بغير په اوسيدو بنديز لګولي دي۔

د ضلعي انتظاميي ترمخه د ګڼې ګوڼې ځايونو او تجارتي مرکزونو د پارکينګ انتظامئي به هائي الرټ وي، د ګاډو او موټر سائيکلونو د خاصې څارنې هدايات هم جاري کړي شوي او عارضي چيک پوسټونه هم جوړ کړي شوي دي۔

ياده دې وي چې دپوليسو لاين جومات کې په ځانمرګي بريد کې ٨٤ کسان وژل شوي وؤ چې پکې زياتره دپوليسو کارمندان ؤ، دغه بريدگر دپوليسو په يونيفارم کې جومات ته دننه شوى ؤ.

Leave a reply