افغان اولس باید په ګډه کار وکړي: د قبایلو او سرحداتو چارو وزیر

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارد د قبایلو او د سرحداتو وزیر مولوی نورالله نوري او ورسره د امارت اسلامي پلاوي د بلخ ولایت سفر وکړو او هلته ی یوې لوی غونډې ته وینا وکړه ، په دې غونډه کښې د اسلامی امارت نور مشران او د علاقې نور مخور مشران هم شریک وو.
په خپله وینا کښې د قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري اوویل چې وس وخت راغلې دې چې افغان اولس او ځوانان ددې هیواد او افغان اولس د پرمختګ لپاره کار وکړی.
د قبایلو چارو وزیر اوویل په مشرانو او ځوانانو ی زور ورکړه چې افغانانو له یوه لویه او ښایسته موقع په لاس راغلې چې ددې اولس لپاره خدمت وکړي او د اولس او د هیواد د پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره په شریکه کار وکړو.
یاده دې وی چې په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ چې د اسلامی امارت په ټول افغانستان خپل کنټرول ترلاسه کړو نو د امارت اسلامی داسې اعلان او مراسله جاري کړه چې په ټول افغانستان کښې امارت اسلامی د عام معافۍ اعلان کوي، سرکاري اهلکارو ته غږ اوکړو چې خپلې وظیفې دې پیل کړي، ښځینه کار کوونکو ته ی هم اوویل چې خپلو وظیفو ته دوام ورکړي او نن اولس ګوري چې ښځینه اهلکارو کار پیل کړي او په یو شمیر ولایتونو کښې د جونو سکولونو هم پرانستل شوي دي او ښځینه زده کوونکو خپلې زده کړې پیل کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملانورالله نوري او ورسره مل پلاوي بلخ ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په یوه ستره ولسي غونډه کې وویل: اوس یې وخت دی چې افغانان له اندېښنې پرته د هېواد بيا رغونې او اقتصادي پياوړتيا لپاره په ګډه کار وکړي. pic.twitter.com/mgLXT3EPGR
— BNA Pashto (@bnapashto) October 25, 2021






