خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي ویلي دي چې د نگران کابینې لپاره کار بشپړ شوی او کابینه به په څو ورځو کې جوړه شي

0
171

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي ویلي دي چې د نگران کابینې لپاره کار بشپړ شوی او کابینه به په څو ورځو کې جوړه شي.

پيښور کښي ميډيا سره خبرو کښي د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي اوويل چي د نگران وزيراعلي سره ښې اړيکي لري، د نگران کابينې لپاره کار مکمل کړے شوے دے او په څو ورځو کښي به صوبائي کابينه جوړه شي۔

هغه وويل چې په اساسي قانون کې دانتخاباتو لپاره وخت ورکړل شوى دى او دانتخاباتو کميسون به دانتخاباتو په اړه کار کوي هغوي به ماته ليکي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر وويل اوس په دې خبرې روانې دي چې استعفاګانې دې بيرته واخستل شي، دھرنې روانې دي، ښايي دا خلک بيرته راشي.

غلام علي زياته کړه چې وزيراعظم به په دوه څلور ورځو کې راشي او ډېر څه به ورکړي، مالي بحران به ډېر ژر کنټرول شي.

Leave a reply