د پاکستان تحریک انصاف مشر سېنېټر سیف الله ابڑو ویلي دي چې د انتخاباتو کمېشن او موجوده حکومت د صدر عارف علوي سره همکاري نه کوي نو ځکه صدر عارف علوي د انتخاباتو نېټه نه شي ورکولی.

باغي ټي وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام کېپيټل ټاک کې خبرو کې نوموړي وويل چې په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې ولسمشر د ټاکنو نېټه ورکړه خو اليکشن کميشن يې ونه منله.
سناتور سیف الله ابرو وویل، د ټاکنو کمېسیون او سرپرست حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې خپل مسوولیت هېر کړی او په تماشې بوخت دي.
پروګرام کښې د پيپلز پارټۍ سينيټر تاج حيدر اوويل که صدر عارف علوي د انتخاباتو نيټه ورکړي او اليکشن کميشن په دغه نيټه د انتخاباتو کولو نه انکار کوي نو سپريم کورټ په دې معامله کښې خپل کردار نه شي ادا کولے ځکه چې صدر عارف علوي پخپله دغه خبره کړې ده۔ د ټاکنو نېټه، واک د ټاکنو کمېسيون ته ورکړل شوی دی.
هغه وویل چې اوس ولسمشر عارف علوي د ټاکنو د نیټې ورکولو پروا نه لري.





