په کراچۍ کې د اوبو د غلو په ضد د محاصرې په مهال تحقیقاتي ادارو د کراچۍ واټر کارپوریشن څخه د دې په اړه تفصيلات غوښتي چې کله، څوک او چرته اوبه غلا کوي.

باغي ټي وی رپورټ
باوري سرچينو جيو نيوز ته وئيلي دي چې په کراچۍ کې 171 غيرقانوني هايډرينټونه موجود دي چې پکې د 50ؤ په ضد د کراچۍ د ميئر مرتضي وهاب په هداياتو کارروائي شوې او د 3 درجن نه زيات ايف آئي آرونه هم درج شوي دي.
دسرچينو ترمخه دکارروائي باوجود هره ورځ دکراچۍ په مضافاتو کې هايډرينټونه پرانستل کيږي، په داسې حال کې چې زياتره داسې ځايونه دي چرته چې په غيرقانوني کنکشنونو سره اوبه خرڅيږي، کورونه او اوپن پلاټونه هم ددي لپاره استعماليږي.
سرچينې زياته کړې چې پلټنو ادارو په کراچۍ کې د اوبو چورونو پر ضد د پوره کارروايۍ پرېکړه کړې او د کراچۍ واټر کارپوريشن څخه يې تفصيلات غوښتي دي.






