پیښو سره د مبارزې وزارت میدان وردګ سیدآباد کې نیږدې ۱۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.

پیښو سره د مبارزې وزارت میدان وردګ سیدآباد کې نیږدې ۱۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.
22 جنوري 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد وزارت د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ملي خېلو کلي کې PIN موسسې پر ۷۶ جګړه ځپلیو کورنيو د کورونو د بیاځلې ترمیم په پار نغدي مرسته ووېشله.
دغه مرسته چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست سره په همغږۍ ترسره شوې، رییس یې مولوي فیض الله جلالي وایي، یاد شمېر هغه کورنۍ چې کورونه یی په تیرو جګړو کې په کلي/ قسمي توګه تخریب شوي وو، په شفاف ډول سروې شوې، یو پړاو مرسته یې مخکې تر لاسه کړې او اوس مو پرې په دوهم پړاو کې هرې کورنۍ ته ۱۷ زره چې ټولټال ۱.۳ مېلیونه افغانۍ کېږي، توزېع کړې.
ورته مهال ښاغلي جلالي وویل، د مهاجرت د نړیوال سازمان یا IOM موسسې له خوا هم د ولایت اړوند په نرخ او جلرېز ولسوالیو کې د زیانمنو کورنیو سروې بشپړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره لازمه مرسته وشي.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۵۰۰ کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
د ویلو ده، چې د سیدآباد ملې خېلو کلی د شل کلن اشغال پر وخت د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېده او یاد کلی اوس په بشپړ ډول په جګړو/ بمباریو کې ویجاړ شوی دی.






