له تېرو څو میاشتو راهیسې له پاکستان څخه څه باندې دوه میلیارده ډالره افغانستان ته وړل شوي دي

له تېرو څو میاشتو راهیسې له پاکستان څخه څه باندې دوه میلیارده ډالره افغانستان ته وړل شوي دي
د پاکستان د پیسو د تبادلې د اتحادیې مشر وايي: له پاکستان څخه شاوخوا دوه میلیارده ډالره د رسمي او غیر رسمي سوداګرۍ، له ټرانزیټي سوداګرۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، قاچاق او د پولو له لارې افغانستان ته تللي او دا کار د پاکستان د بهرنیو اسعارو د کمښت لامل شوی دی.
(2022 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د پیسو د تبادلې د اتحادیې مشر ملک بوستان وايي، په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته شاوخوا دوه میلیارده امریکايي ډالر داخل شوي دي.
ده وويل چې دغه پيسې د دغه هېواد د پولې د سوداګرۍ له لارې افغانستان ته داخلېدې. ښاغلي بوستان زیاته کړې، چې له افغانانو څخه میلیونونه ډالر پاکستان ته داخل شوي او په دغه هیواد کې تبادله شوي دي.
خو اوس دا “برعکس” شوی او دې حالت د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې کمزورې کړې دي.
دا مهال د نړۍ د اسعارو په بازار کې د یو امریکايي ډالر ارزښت ۲۴۵ پاکستاني کلدارو ته رسېدلی او دغه وضعیت په پاکستان کې د خامو موادو، تېلو او ګازو او نورو اړینو توکو د بیې د لوړېدو لامل شوی دی.
اړوند موضوعات: