د پاکستان مشرانو جرګې د بهرنیو پانګونو د ساتنې بل په اکثریتي رایو تصویب کړ

0
175

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان مشرانو جرګې د بهرنیو پانګونو د ساتنې بل په اکثریتي رایو تصویب کړ.
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ غونډه كښې د قانون وفاقي وزير سناتور اعظم نذير تارڑ د ايوان د معمول كارروائې نه علاوه د بهرنۍ سرمايه كارۍ تحفظ بل د اړخ اېجنډا په توګه وړاندې كړو۔
اعظم نذیر تارړ وویل، د ریکوډیک پروژه بنده شوې، تر څو چې بهرنۍ پانګونه په هېواد کې نه وي، د هېواد اقتصاد نه شي ښه کېدای.
د پي ټي آئي سينيټرانو په ايوان کښي د معمول کاروائي نه بهر د بل وړاندي کولو سخت مخالفت کړے وو او په دي اړه ئي شور شرابه هم کوله۔
د پيپلز پارټۍ سېنېټر رضا باني او طاهر بزنجو هم د بل مخالفت کړی او په لاسونو يې د بل مخالفت کړی دی.
سېنېټ په هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ د تحفظ بل په اكثريت سره تصويب كړو په داسې حال كښې چې چيئرمېن صادق سنجراني د مشرانو جرګې غونډه د زيارت په ورځ تر 3 بجو پورې وځنډوله۔

Leave a reply