د ایم کیو ایم پاکستان ډپټي کنوینر وسیم اختر وايي د هرچا هم ارمان کیدې شي ږ خو دا ځل به د کراچۍ مییر د ایم کیو ایم وي

0
162

باغي ټي وي رپورټ

د ایم کیو ایم پاکستان ډپټي کنوینر وسیم اختر وايي د هرچا هم ارمان کیدې شي ږ خو دا ځل به د کراچۍ مییر د ایم کیو ایم وي .
کراچۍ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وسيم اختر وويل ښځې زمونږ په ټولنه اؤ سياست کې مهم کردار لري، شهر قائد تل ايم کيو ايم ته ميډيټ ورکړى دى خو دکراچۍ خلک ايم کيو ايم سره دي.

ده ووئيل د وفاقي او صوبائي حكومتونو د پاليسۍ په نتيجه كښې د اېم كيو اېم منډيټ تقسيم كړې شوې٬ ايم كيو اېم په قوت او جذبې سره ولاړ دے٬ مونږ د مشکلاتو سره مخ كېدو پوهيږو٬ مونږ غوښتنه كوو چې مونږ ته هم سياسي آزادي وركړې شي۔
وسیم اختر ویلي چې په کراچۍ کې لویه غونډه کوي، خلکو ته به ووايي چې نن هم د کراچۍ مینډیټ د ایم کیو ایم سره دی، جرنده، شمع او ماهی یې په کلکه رد کړي دي.

د ایم کیو ایم پاکستان ډپټي کنوینر ویلي دوی به په بلدياتي انتخاباتو کې پوره برخه اخلي، په کراچۍ او حیدر اباد کې به خپل ښاروالان راولي، ایم کیو ایم اوس هم اختیارونه لري، اوس به وګورو چې پيپلز ګوند څومره جدي دی، زموږ په نظر درغلي شوې ده. په داسې حالت کې به د محلي حکومتونو د ټاکنو پایلې د قناعت وړ نه وي.ده ووئيل د عمران خان څرګندونې په دروغو او فريبونو ولاړې دي، عمران خان اوس هم د ادارو د وقار په خرابولو بوخت دى، هر چا خپله خوښه كولې شي، خو دا ځل به د ښار ښاروال حق پرست وي.

Leave a reply