پاکستان د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

پاکستان د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
19 نومبر 2022
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې یې د پاکستان لخوا افغانستان سره د روغتیا په برخو کې پر همکاریو خبرې وشوې.
محمد صادق خان ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې درې عصري روغتونونه محمد علي جناح په کابل ، د نشتر د پختورګو روغتون جلال اباد او د نایب امین الله لوګري روغتون یې لوګر کې جوړ کړی دی.
د هغه په وینا، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالي لګښت مسوولیت په غاړه اخلي.
د پاکستان ځانګړي استازي وویل، دغه راز موافقه وشوه چې د اوږود مهاله لپاره دا درې روغتونونه د خصوصي سکتور په همکارۍ فعاله وساتل شي.
محمد صادق زیاته کړې، د خیبر پښتونخوا (خیبر طبي پوهنتون) چې له دمخه یې سلګونه افغان ډاکټران روزلي ، خپله یوه څانګه په افغانستان کې پرانیزي څو دغه هېواد د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودریږي.
دهغه په وینا، په دې ناسته کې یې له افغان پلاوي سره د ډاکټرانو ، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د همکاریو یوه هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.

اړوند موضوعات
د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت به له دې وروسته هر کال یو شمېر افغان ډاکټران د تخصص لپاره وغواړي.
ده وویل چې دمګړۍ به دوی د افغانستان ۲۰ تنه متخصصین وروزي او په راتلونکي کې به دا شمېره لوړه کړي.
حماد






