په ارزګان کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله نیول شوې ده

په ارزګان کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله نیول شوې ده
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یې د ګډو عملیاتو پایله کې د غلو او انسان تښتوونکو اته کسیزه ډله نیولې ده.
(2021 / 9 / 25 نېټه باغې ټلویزیون)
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یې د ګډو عملیاتو پایله کې د غلو او انسان تښتوونکو اته کسیزه ډله نیولې ده.
امنیتي مسؤلین وايی چې دغه ډله یې د ارزګان دهراوود ولسولۍ کې نیولې او اوس تر څېړنو لاندې دي.
د سیمې اوسېدونکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې د ارزګان ولایت نه یو شمېر غلاوو او انسان تښتونې راپورونه ورکړل شوي ؤ.
تر دې وړاندې امنیتي مسؤلینو په هرات، کابل او بلخ ولایت کې هم د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر انسان تښتوونکي نیولي ؤ.






